کابل ټربیون_ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، د شنبې په ورځ (د لړم په۲۴ مه) د واڼه له پوځي پوهنتونه د لیدنې پر مهال ویلي چې په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه د «بهرنیو عناصرو» عناصرو له خوا رهبري کېږي.
«ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې نقوي په خپله وینا کې ټینګار کړی چې څو پاکستاني چارواکي، له هغې ډلې په خپله دی، د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار او د دفاع وزیر خواجه اصف، له افغانستان سره د ترهګرۍ پر مسئلې څو ځله خبرې کړې دي.
نقوي زیاته کړې: «موږ څو ځله له هغوی (طالبانو) غوښتي چې ترهګري ودرېږي او زموږ په هېواد کې سوله له منځه لاړه نشي.»
هغه په اسلاماباد کې د موټربم چاودنې ته په نغوتې سره ویلي چې دا پېښه هم د «سرحد هاخوا» عناصرو کار دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی: «وروستي بریدونه محلي وګړو نهدي کړي او بریدګر له سرحده راننوځي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره سېشنبه اسلاماباد کې د محکمې په څنګ کې په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.
له بلې خوا، د دوشنبې په ورځ هم په سوېلي وزیرستان کې د «واڼه» پوځي اکاډمۍ په برید کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول.
له دې مخکې هم پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د دغو دوو بریدونو عاملان افغانان دي.