د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې په اکتوبر میاشت کې لږ تر لږه ۲۱۷ کسان، په شمول د ۱۱ افغان بندیانو، په ایران کې اعدام شوي دي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي، په همدې موده کې ۱۰۴ کسان د قصدي
قتل په تور او ۹۹ نور بندیان د مخدره موادو اړوند جرمونو په تور اعدام شوي دي.
دغه سازمان چې له ایران بهر فعالیت کوي، یادونه کړې چې د روان کال له
پیل څخه تر اکتوبر میاشتې پورې په ټوله ایران کې لږ تر لږه ۱،۲۷۱ کسان د بېلابېلو
جرمونو په تور اعدام شوي دي.
سربېره پر دې، راپور څرګندوي چې له همدې پیل څخه تر اکتوبر پورې لږ تر
لږه ۶۹ افغان بندیان په ایران کې اعدام شوي دي.
د بندیانو اکثریت د ایران د قضایي نظام له خوا د مخدره موادو اړوند
جرمونو او قصدي قتلونو په تور اعدام شوي دي.