د ترکیې سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د مهاجرینو یوه
پړسوبې کښتۍ د دغه هېواد د لوېدیځ «موغلا» ولایت په ساحل کې چپه شوې، چې له امله
یې لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي دي.
د موغلا د والي دفتر د عقرب په دوهمه نېټه، د جمعې په ورځ، په یوه
اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان یو وګړی، چې له دې پېښې ژوندی پاتې شوی او ځان یې
ساحل ته رسولی، د شپې شاوخوا یو بجې د ژغورنې ځواکونه د دې پېښې په اړه خبر
کړي وو.
د چارواکو په وینا، یاد کس ویلي چې په کښتۍ کې ټول ۱۸ کسان سپاره وو،
خو د کښتۍ له حرکت وروسته لږه شېبه وروسته په کښتنۍ کې اوبه دننه
شوې او ډوبه شوې ده.
د ترکیې د ژغورنې او ساحلي ساتنې ځواکونو تر اوسه د ۱۴ کسانو مړي له
سمندر څخه راایستلي او دوه تنه یې ژوندي موندلي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د ورکو شوو کسانو د موندلو دپاره د څلورو
ساحلي ساتونکو کښتیو، د یوې ځانګړې ساحل ساتونکو ډلې او یو چورلکې په مرسته د لټون
عملیات لا هم روان دي.
د ترکیې چارواکو د مړو شویو کسانو د هویت په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
اېژه سمندر د منځني ختیځ او شمالي افریقا زرګونو مهاجرینو ته د اروپا
پر لور د تګ له اصلي لارو څخه یوه ده.
ترکیه د سوریې، عراق او افغانستان له میلیونونو پناه غوښتونکو کوربه
ده، او د ترکیې د کډوالۍ د ادارې د شمېرو له مخې، یوازې په روان کال کې له ۱۲۲ زرو څخه زیات
ناقانونه مهاجر په دغه هېواد کې نیول شوي دي.