د بلوچستان سترې محکمې د دوشنبې په ورځ قومي مشر سردار شیر باز خان ستکزی ته ضمانت ورکړ. نوموړی د روان کال د جولای په میاشت کې د کوټې د ډیګړي د کان کیندنې په سیمه کې د یوې ښځې او سړي د ناموسي وژنې اړوند پېښه کې نیول شوی و.
د قاضیانو یوې ډلې، چې مشری یې قاضي محمد اقبال قاسي کوله، د دواړو لورو د استدلالونو له اورېدو وروسته، سردار شیر باز ستکزی ته د ۵ لکه روپیو په ضمانت خوشې کړ. نوموړی د محکمې له پرېکړې وروسته خوشې شو.
تر دې وړاندې پولیسو سردار ستکزی د دې په تور نیولی و چې د قومي مشر په توګه یې په یوې جرګې کې د ښځې او سړي د وژنې ملاتړ کړی و. د جرګې د پرېکړې پر بنسټ، د ښځې ورور په خپله ۴۰ کلنه خور بانو بي بي باندې د ګڼ شمېر خلکو په حضور کې ډزې وکړې او په عین وخت کې یو سړی، احسان الله، هم په هماغه ځای کې ووژل شو.
یاده پېښه هغه وخت رسوا شوه چې د ډزو یوه ویډیو له وژنې یو میاشت وروسته په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه. پولیسو پلټنې پیل کړې او ګڼ کسان یې ونیول چې پکې سردار شیر باز خان ستکزی هم شامل و.
تر اوسه پولیسو د دې قضیې په تړاو ۱۷ کسان نیولي دي چې د بانو بي بي مور او بل ورور یې هم پکې شامل دي. مور یې وروسته په ضمانت خوشې شوې ده. خو اصلي تورن، چې خپله خور یې په ډزو وژلې، لا تر اوسه نه دی نیول شوی.