Search

ټرمپ سبا د اسراییل په پارلمان کې وینا کوي

News image
20 تله 1404 - 21:25
په غزه کې د اسرايیل او حماس ترمنځ اوربند پرله‌پسې د درېیمې ورځې لپاره دوام پیدا کړ.
په همدې حال کې، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې په ورځ اسراییل ته ولاړ شي، چې د دغه هېواد په پارلمان (کنست) کې وینا وکړي او وروسته به مصر ته سفر وکړي، ترڅو د غزې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د نړۍوالو مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

زرګونه فلسطینیان لا هم د غزې شمال او غزې ښار ته، چې په تېرو دوو میاشتو کې د اسرايیلي بریدونو مرکز و، په حرکت دي او هیله لري، چې دا اوربند به جګړه پای ته ورسوي.

د اسراییل د دولت ویاند شوش بدنوسیان وویل، اسراییل تمه لري، چې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون بهیر د دوشنبې له سهاره پیل شي او ۲۰ ژوندي یرغمل شوي کسان به په یوه وخت خلاص شي.
هغه زیاته کړه، که د یرغمل شویو کسانو خلاصون ژر ترسره شي، اسراییل چمتو دی، چې هغوی ومني. د ژوندي یرغمل شویو کسانو له خلاصون وروسته، د ۲۸ نورو وژل شویو یرغمل شویو کسانو جسدونه به وسپارل شي.

د اوربند د تړون له مخې، حماس باید تر دوشنبې غرمې پورې ټول پاتې یرغمل شوي کسان، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د دې ډلې په ناڅاپي برید کې اسراییل ته یوړل شول، خلاص کړي — هغه برید چې د جګړې د پیل لامل شو.

د اسراییل د یرغمل شویو کسانو همغږي کوونکي ګال هیرش د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې یوه ځانګړې کاري ډله به د هغو یرغمل شویو کسانو د پاتې شونو د موندلو لپاره جوړه شي، چې حماس یې د موندلو توان نه‌دی لری.