د ریویټرز د راپور له مخې، د باد یوه زوروره څپه چې له سختو بادونو او باران سره مل وه، د برازیل د جنوبي ایالت «پرانا» په سیمو کې لګېدلې، چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د جمعې په ناوخته شپه د «ریو بونیتو دو ایګواسو» ښار تر ټولو زیات
زیان لیدلی، او د ایالت د ملکي دفاع ادارې ویلي چې د ښار له نیمايي ډېرې برخې د
چتونو د راپرېوتو او د ودانیو د جوړښتي زیانونو سره مخ شوې دي.
چارواکي وایي، د ۴۳۷ کسانو د ټپونو درملنه شوي او شاوخوا ۱۰۰۰
اوسېدونکي بېځایه شوي دي.
د «ګواراپوآوا» ښار هم د دې توپان له امله اغېزمن شوی دی.
د «پرانا د هواپېژندنې او چاپېریال څارنې سیسټم» د معلوماتو له مخې، د
توپاني بادونو چټکتیا له ۱۸۰ څخه تر ۲۵۰ کیلومترو په ساعت (۱۱۱–۱۵۵ مېله) پورې
رسېدلې ده.
د برازیل د دولتي اړیکو وزیرې «ګلیسي هوفمن» ویلي چې د روغتیا د
سرپرست وزیر «ادریانو ماسودا» او یو شمېر نورو فدرالي چارواکو سره به د شنبې په
ورځ د زیانمنو سیمو لیدنه وکړي او د مرستو او بیارغونې هڅې به همغږې کړي.
د برازیل ولسمشر «لوئیس ایناسیو لولا دا سیلوا» پر ایکس (پخوانی
ټویټر) لیکلي: «موږ به د پرانا له خلکو سره مرستې ته دوام ورکړو او هر ډول ضروري
مرسته به ورکوو.»
هغه له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندونه هم کړې ده.
د ریویټرز د راپور له مخې، د باد یوه زوروره څپه چې له سختو بادونو او درنې باران سره مل وه، د برازیل د جنوبي ایالت «پرانا» په سیمو کې لګېدلې، چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د جمعې په ناوخته شپه د «ریو بونیتو دو ایګواسو» ښار تر ټولو زیات زیان
لیدلی، او د ایالت د ملکي دفاع ادارې ویلي چې د ښار له نیمايي ډېرې برخې د چتونو د
راپرېوتو او د ودانیو د جوړښتي زیانونو سره مخ شوې دي.
چارواکي وایي، د ۴۳۷ کسانو د ټپونو درملنه شوي او شاوخوا ۱۰۰۰
اوسېدونکي بېځایه شوي دي.
د «ګواراپوآوا» ښار هم د دې
توپان له امله اغېزمن شوی دی.
د «پرانا د هواپېژندنې او چاپېریال څارنې سیسټم» د معلوماتو له مخې، د
تورنادو بادونو چټکتیا له ۱۸۰ څخه تر ۲۵۰ کیلومترو په ساعت (۱۱۱–۱۵۵ مېله) پورې