د سوریې ولسمشر احمد الشرع نیویارک ته رسېدلی څو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډو کې ګډون وکړي. د سوریې دولتي خبري آژانس د دوشنبې په سهار راپور ورکړ چې دا به د ۱۹۶۷ کال راهیسې لومړی ځل وي چې یو سوریایي ولسمشر په دغو غونډو کې برخه اخلي.
شرع ــ چې پخوا د القاعدې ډلې یو مشر و او د هغه پر سر لس میلیونه ډالرو انعام ټاکل شوی و ــ په مې میاشت کې هغه وخت لوی ډیپلوماټیک بری یې ترلاسه کړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ریاض کې له هغه سره په لیدنه کې د هغه مشري ومنله.
وروسته له دې، امریکا پر سوریې زیاتره بندیزونه لرې کړل او د ټرمپ ادارې د شرع د هڅو ملاتړ څرګند کړ څو هېواد یو موټی او باثباته کړي.
ټاکل شوې چې شرع به د عمومي اسامبلې په ۸۰مه ناسته کې خپله لومړنۍ وینا وکړي. دا ناسته د سه شنبې په ورځ پرانېستل کېږي.