17 لړم 1404 - 19:13
کابل ټربیون – د ترکیې په شمال لوېدیځ کې د ديلوواسي صنعتي ښار د عطرو په یوه ګدام کې د اور لګېدو له امله شپږ تنه مړه او یو تن ټپي شوی دی.
د ټيارټي خبري شبکې د راپور له مخې، دا اور د شنبې په ورځ (د لړم په۱۷مه) د اور وژنې او مرستندویه ډلو په هڅو مړ شو؛ خو د ودانۍ دوه پوړونه په بشپړه توګه وسوځېدل.
تر اوسه د پېښې کره لامل څرګند شوی نهدی او ځایي چارواکو ویلي چې د اور لګېدو د علت د معلومولو پلټنې دوام لري.
ديلوواسي له استانبوله ۷۰ کیلومتره لرې دی او د ترکیه له مهمو صنعتي مرکزونو څخه ګڼل کېږي چې پهکې سلګونه ګدامونه او فابریکې فعالیت کوي.