20 لړم 1404 - 21:47
کابل ټربیون_ په پاکستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د سېشنبې په ورځ (د لړم په۲۰مه) په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې په اسلاماباد کې نننۍ چاودنه غندلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اروپايي ټولنې د پاکستان د څو وګړو د وژنې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي کوي.
د خبرپاڼې په یوې برخه کې ټینګار شوی: «اروپايي ټولنه د ترهګرۍ هر ډول بڼه په کلکه غندي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا سفارت هم په اسلاماباد کې دا برید غندلی دی.