کابل ټربیون_ هندي رسنیو راپور ورکړی چې په سعودي عربستان کې د دوشنبې په سهار (د لړم په۲۶مه) په یوه ټرافيکي پېښه کې څه باندې ۴۰ هندي زیارت کوونکي مړه شوي دي.
«انډیا ټایمز» په راپور کې لیکلي چې ټول قربانیان د هند د حیدراباد ښار اوسېدونکي دي چې د عمرې لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.
د راپور له مخې، دا پېښه د هند په وخت سهار شاوخوا ۱:۳۰ بجې هغه وخت رامنځته شوه چې د زیارت کوونکو یو بس چې له مکې مدینې ته روان و، له یوه ډیزل ټانکر سره ټکر شو.
هندي چارواکو اعلان کړی چې د مړو د لېږد او د ټپیانو د حالت تعقیب د سعودي چارواکو په همغږۍ دوام لري.
د هند لومړي وزیر، نرېندرا مودي، په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د دغې پېښې له امله ډېر خپه دی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.