کابل ټربیون – د عربي او اسلامي هېوادونو مشران د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د بیړنیو خبرو وروسته د اسرائیل سره د اړیکو د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
دغه غونډه د تېرې اونۍ له خونړي برید وروسته ترسره شوه چې د حماس پر غړو په قطر کې شوی و.
دا ګډه ناسته د عربي اتحادیې او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له لوري د شاوخوا ۶۰ هېوادونو په ګډون او د پاکستان په ګډ ملاتړ ترسره شوه.
د غونډې موخه دا وه چې د اسرائیل د بریدونو په وړاندې پرېکنده اقدامات وشي هغه مهال چې د حماس استازي په قطر کې د اوربند پر طرحه خبرې کولې.
په ګډه اعلامیه کې له ټولو هېوادونو غوښتنه شوې چې د فلسطیني ولس پر وړاندې د اسرائیل د اقداماتو د مخنیوي لپاره ټولې قانوني او اغېزمنې لارې وکاروي.
په دې کې د دیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو بیاکتنه او پر اسرائیل د قانوني دعوو پيل هم شامل دي.
له ګډون کوونکو هېوادونو چې اسرائیل یې په رسمیت پېژندلي دي، عربي متحده امارات، بحرین، مصر، اردن او مراکش یاد شوې دي.
د اماراتو، بحرین او مراکش مشران چې پنځه کاله مخکې یې د «ابراهیم تړون» له مخې له اسرائیل سره د اړیکو عادي کول ومنل په دې غونډه کې حاضر نه وو او پر ځای یې لوړپوړي استازي استولي وو.
اعلامیې همدارنګه له غړو هېوادونو غوښتنه کړې چې د اسرائیل د غړیتوب د ځنډولو لپاره په ملګرو ملتونو کې خپلې هڅې همغږې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، ټاکل شوې چې د سهشنبې په ورځ قطر ته ورسېږي.
هغه وړاندې په خپلو خبرو کې د امریکا بشپړ ملاتړ د اسرائیل له هدف (حماس له منځه وړل) څخه اعلان کړی و.
پر دوحه د اسرائیل برید د واشنګټن او د هغې د خلیج له مهمو متحدانو سره اړیکې ترینګلې کړې دي او اندېښنې یې پارولي چې ایا امریکا به د سیمې د امنیت تضمین وکړای شي که نه.
یادې شوې سیمې د امریکا د لویو پوځي اډو کوربه دي، چې یوه یې په قطر کې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي روبیو به له برید وروسته د «قطر پر امنیت او حاکمیت د امریکا بشپړ ملاتړ» تایید کړي.
قطر له برید وروسته چې دغه بډایه او عموماً ارام هېواد یې ولړزاوه د ګډ سیمهییز غبرګون غوښتنه وکړه.
غونډه په داسې وخت کې وشوه چې پر اسرائیل د جګړې او د غزې د بشري بحران د ختمولو غوښتنې ورځ تر بلې ډېرېږي.
د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، اسرائیل تورن کړی چې د اوربند د خبرو د ګډوډولو لپاره یې په قطر کې د حماس پر استازو برید کړی دی.
قطر په دغو خبرو کې له کلیدي منځګړو څخه ګڼل کېږي.
د حماس ډلې اعلان کړی چې د دې ډلې لوړپوړي چارواکي د تېرو ورځو د هوایي برید څخه ژوندي پاتې شوي، خو په برید کې ۶ تنه وژل شوي او پراخ نړیوال غبرګون یې پارولی دی.