noDate
کابل ټربیو-د برازیل پخوانی ولسمشر ژائیر بولسونارو د توطیې او کودتا د هڅې په تور په ۲۷ کاله بند محکوم شوی دی.
د قضیې قاضي د اکثریت رایو پر بنسټ بولسونارو ګناهکار وباله او د هغه د بند موده یې ۲۷ کاله اعلان کړه.
درې قاضیانو بولسونارو مجرم ګڼلی، چې یوه قاضي د هغه د تبرئې رایه ورکړې او بل قاضي لا تر اوسه خپله رایه نه ده اعلان کړې.
۷۰ کلن بولسونارو په دې تورن شوی چې د ۲۰۲۲ د ټاکنو له ماتې وروسته یې د خپل سیال، لوئیس ایناسیو لولا دا سیلوا، پر وړاندې د واک د ساتلو لپاره توطیه رهبري کړې وه.
که څه هم دغه توطیه ونه توانېده د پوځ پوره ملاتړ تر لاسه کړي، خو بالاخره د ۲۰۲۳ د جنورۍ په ۸مه د بولسونارو د پلویانو لخوا پر دولتي ودانیو د برید لامل شوه.