Search

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د وروستیو ځانمرګو بریدونو عاملان افغانان وو

News image
22 لړم 1404 - 18:44
کابل ټربیون_ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي وايي چې په اسلام‌اباد او سوېلي وزیرستان کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو عاملان افغانان وو.

نقوي د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۲۲مه) د پاکستان پارلمان کې په یوې علني غونډه کې چې له ټلوېزیونه په ژوندۍ بڼه خپرېده، ویلي: «د دوی تابعیت په اړه هېڅ شک نشته.»

هغه زیاته کړې چې د دغو بریدګرو د شبکو او د احتمالي همکارانو د پېژندلو پلټنې لا هم دوام لري.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، لومړنی برید د سې‌شنبې په ورځ رامنځته شو چې اسلام‌اباد کې یوه ځانمرګي بریدګر د محکمې مخې ته د پولیسو د ګزمې ته‌څېرمه ځان ته چاودنه ورکړه؛ په دغې پېښه کې ۱۲ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شول.

له دې یوه ورځ مخکې، په سوېلي وزیرستان کې د افغانستان سرحد ته نږدې، یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته یې د پوځي اکاډمۍ په اصلي دروازه کې چاودنه ورکړه.

په دغه برید کې درې کسان مړه شول او وروسته څو نور بریدګر انګر ته ننوتل او له پاکستاني ځواکونو سره په نښته شول. دغې جګړې له ۲۴ ساعتونو زیاته دوام وکړ تر هغه چې ټول بریدګر ووژل شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا نوې ادعا په داسې حال کې کوي چې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو اوونیو کې د سرحدي تاوتریخوالو او د استانبول خبرو د بې پایلې کېدو له امله زښته زیات ترینګلې شوې دي.