Search

پاکستان: د پوځ عملیاتو کې ۲۵ وسله‌وال وژل شوي

News image
4 لړم 1404 - 22:45 حلیم

د پاکستان پوځ وایي، د دوی ځواکونو د افغانستان پولې ته څېرمه د تېرې اوونۍ په دوو جلا پېښو کې د وسله ‌والو د نفوذ هڅې شنډې کړي او په دې عملیاتو کې یې ۲۵ وسله ‌وال وژلي دي.

پوځ وايي دا پېښې د کرم او شمالي وزیرستان په ولسوالیو کې شوې دي.

د پوځ د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو یې د اکتوبر په ۲۴مه او ۲۵مه د دوو لویو وسلوالو ډلو تحرکات کشف کړل، چې هڅه یې کوله د کرم ولسوالۍ د غکي سیمې او د شمالي وزیرستان د سپین وام سیمې له لارې پاکستان ته داخل شي.

پوځ وایي، ځواکونو پر نفوذي کسانو اغېزمن بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې په شمالي وزیرستان کې ۱۵ تنه، چې څلور ځانمرګي بریدګر هم په کې وو، او په کرم کې ۱۰ تنه ووژل، چې له وژل شویو وسله ‌والو څخه د وسلو، مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه هم ترلاسه شوې ده.

د پاکستان پوځ زیاته کړې، چې په نښتو کې  پنځه پاکستاني عسکر هم وژل شوي دي. پوځ د دوی هویتونه داسې یاد کړي دي: حوالدار منظور حسین (۳۵ کلن، د ګیزر ولسوالۍ)، سپاهي نعمان الیاس کیاني (۲۳ کلن، د پونچ ولسوالۍ)، سپاهي محمد عادل (۲۴ کلن، د قصور ولسوالۍ)، سپاهي شاه جهان (۲۵ کلن، د ویهاري ولسوالۍ) او سپاهي علي اصغر (۲۵ کلن، د پاکپتن ولسوالۍ). پوځ ویلي چې دوی "په زړورتیا وجنګېدل او شهادت ته ورسېدل."

د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې په ترکیه د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانو خبرو ته په اشارې راغلي چې دا نفوذي هڅې داسې مهال شوې، چې د پاکستان او افغانستان پلاوي په ترکیه کې د سرحدي ترهګرۍ په اړه خبرې کولې — هغه څه چې د منځګړي افغان حکومت د نیتونو په اړه اندېښنې راپاروي.

 د پاکستان چارواکو بیا بیا له طالبانو غوښتنه کړې چې پر هغو وسله‌ والو ډلو اقدام وکړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

اسلام‌اباد له اوږدې مودې راهیسې پر طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړو ته اجازه ورکوي، څو د افغانستان له خاورې دننه په پاکستان کې بریدونه ترسره کړي — کوم چې طالبان یې ردوي. د ملګرو ملتونو د سږکال د راپور له مخې، اټکل کېږي چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې لا هم د TTP ترمنځ شاوخوا ۵ زره تر ۶ زره جنګیالي شتون لري، سره له دې چې د ۲۰۲۰ کال د دوحې د هوکړې له مخې طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

پوځ ویلي چې د سرحدي سیمو د تصفیې عملیات روان دي، څو پاتې نفوذي کسان له منځه یووړل شي. دغه عملیات د "عزم استحکام" په نوم د پاکستان د روانې ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ یوه برخه ده، چې هدف یې په هېواد کې د وسلوالو فعالیتونو او له بهره تمویل شوې ترهګرۍ له منځه وړل دي.