فایق نن پنجشنبې (د لیندۍ ۶ مه) په خپلې ایکسپاڼه یو پیغام کې دا برید «ټکان ورکوونکی او د نه منلو وړ» بللی او په کلکه یې غندلی دی.
هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې دا پېښه باید «په بشپړه او جدي توګه» وڅېړل شي او د قربانیانو لپاره عدالت تامین شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو ویلي، د چهارشنبې په ډزو کې شکمن کس یو افغان وګړی دی.
دا پېښه د ماسپښین په ۲:۱۵ بجو د واشنګټن ښار په مرکز کې د «فراګوت ویست» میټرو سټېشن تر څنګ شوې، هلته بریدګر پر دوو امریکايي ملي ځواکونو ډزې کړې دي.
له دې پېښې وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټولو افغان کډوالو د دوسیو بیا کتنې او پلټنې غوښتې ده.