Search

په واشنګټن کې د ډزو د شېبو تازه انځور خپور شو

News image
7 لیندۍ 1404 - 23:29

د امریکا «ټیلیګراف» رسنۍ هغه تازه انځور خپور کړی چې پکې رحمان‌الله لکنوال د واشنګټن په یوه سیمه کې د کمین په حالت ښکاري. په انځور کې لکنوال تور کالي اغوستي او یوه لاسي وسله په لاس لري.

دغه انځور په واشنګټن کې د ټیلیګراف رسنۍ د خبریالانو له لوري اخیستل شوی دی.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې رحمان‌الله لکنوال د واشنګټن ښار په منځ کې د امریکا د ملي ګارد پر دوو غړو ډزې وکړې. په ډزو کې سارا بیکستروم او اندرو وولف ټپیان شول.

سارا بیکستروم روغتون ته په لېږدولو سره ساه ورکړه او وولف د سختو ټپونو له امله په نازک حالت کې بستر دی. لکنوال د برید وروسته د امنیتي سرتېرو په ډزو ټپي او ژوندی نیول شوی دی.

د امریکا چارواکو دا پېښه «کمیني برید» بللی او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ د احتمالي پېښې په توګه پرې څېړنې روانې دي.