اسوشیټډپرس راپور ورکړی چې هغه افغان چې د یوې پېغلې امریکایي سرتېرې سارا بیکستروم د وژلو او د اندریو وولف د سخت ټپي کولو په تور تورن دی، له کلونو راهیسې د ژورې انزوا او دوامدارې بېکارۍ له ستونزو سره مخ و.
رحمانالله لکڼوال، چې د پناه غوښتونکي په توګه یې ژوند کاوه، د کلونو په اوږدو کې بېوسه او غیرمعمولي چلند ښکاره کړی و؛ کله به یې د ټولنیزې انزوا اوږدې میاشتې تېرولې او کله به په ناڅاپي ډول د هېواد په څو اوونیزو اوږدو سفرونو تللی ؤ.
د اسوشیټډپرس لاس ته ورغلي برېښنالیکونه ښيي چې د هغه د سیمې یو شمېر خلکو د لکڼوال د رواني وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې. یوه ټولنیزه فعاله د یوې کډوالۍ مرستندویه ادارې سره تماس نیولی و، وېره یې لرله چې لکنوال ښايي ځان وژنې ته مایل وي.
سره له دې ټولو نښو، د شکرانې د ورځې له لمانځلو مخکې د سپینې ماڼۍ ترڅنګ شوې وژونکې پېښه د سیمې خلک حیران کړي دي، کومچې لکڼوال یې د یو مینهناک پلار په توګه پېژنده.
پلټونکي لا هم د برید د انګېزې معلومولو هڅه کوي.