Search

مالیزیا: د افغانستان– پاکستان پر پوله خرابېدونکی وضعیت د اندېښنې وړ دی

News image
14 لیندۍ 1404 - 20:26

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي چې هغه د جمعې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د دوه‌اړخیزو همکاریو، سیمه‌ییز وضعیت او روانو بشري ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

انور ابراهیم نن جمعه د قوس په ۱۵مه په ایکس لیکلي چې دواړو مشرانو د مالیزیا او پاکستان ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په اړه نظرونه تبادله کړي دي. هغه شهباز شریف ته په مالیزیا، اندونیزیا او تایلند کې د سختو سیلابونو د وضعیت په اړه معلومات هم ورکړل.

د افغانستان– پاکستان پر پوله د وروستیو مشکلاتو په اړه، انور ابراهیم ویلي چې مالیزیا د سیمې د ثبات په اړه اندېښنه لري او له ټولو اړخونو یې غوښتي چې د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره دې د خبرو اترو او دیپلوماټیکو لارو حل ولټوي.

لومړي وزیر شهباز شریف د پوله‌يي وضعیت په اړه په خپلو تیرو څرګندونو کې ویلي چې پاکستان د سیمې ثبات غواړي، خو له طالبانو څخه تمه لري چې ډاډ ورکړي چې د افغانستان له خاورې به پر پاکستان بریدونه نه کېږي. د هغه حکومت څو ځل څرګنده کړې چې پاکستان دیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي، خو د خپل امنیت د ساتلو لپاره اړین ګامونه هم اخلي.

انور ابراهیم زیاته کړې چې مالیزیا هیله لري چې خبرې اترې به بریالۍ شي او ټول اړخونه به د پوله‌ يي وضعیت د ارامېدو لپاره هڅې وکړي.