دا د وینزویلا پر ولسمشر نکیولاس مرادو د ډونالډ ټرمپ د فشار راوړلو لړۍ بلل کیږي.
تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې ټرمپ د وینزویلا ولسمشر ته خبرداری ورکړی و چې له هېواده و وځي.
امریکا وروسته تر هغې پر مرادو فشارونه زیات کړل چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې چې مرادو ولسمشر اعلان شو، امریکا دغه ټاکنې غیر مشروع وبللې او ویې ویل چې د مرادو مخالف ګوند ټاکنې ګټلي خو مرادو له هماغه وخته د امریکا د فشارونو سربېره په واک کې پاتې دی.