تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نهدی منلی.
د اکتوبر میاشتې راهیسې کابل او اسلاماباد څو ځلې په پوله د اور تبادلې شاهد وو او د درې پړاوه د سولې خبرې چې قطر، ترکیه او سعودي عربستان یې کوربتوب کړی و، بې پایله پاتې دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ غرنۍ سرحدي سیمې د پاکستاني طالبانو تحریک د جنګیالیو د فعالیت ځای دی؛ هغه ډله چې نږدې دوه لسیزې کېږي د پاکستان له دولت سره په جګړه کې ده.