Search

اسحاق ډار: هند دې پر پاکستان د اوبو د «وسلې» په توګه کارول بند کړي

News image
28 لیندۍ 1404 - 14:19

پاکستانۍ رسنۍ دنیا نیوز راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ډیپلوماټیکو استازو په یوه غونډه کې ویلي، هند باید پر پاکستان د اوبو د «وسلې» په توګه کارول پای ته ورسوي او د نړیوالو قوانینو او تړونونو درناوی وکړي.

د راپور له مخې، نوموړي ټینګار کړی چې د سیندونو د اوبو د تړون سرغړونه، د اوبو د بهیر قصدي اړول او د لوېدیځو سیندونو پر سر د تړون خلاف پروژې د سیمې سولې، ثبات او نړیوال حقوقي نظم ته جدي ګواښ پېښوي.

دنیا نیوز زیاتوي، چې دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د اپرېل میاشتې له شخړو او تاوتریخوالي وروسته د هند او پاکستان اړیکې لا ترینګلې شوې دي.

تر دې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي وو، چې «اوبه او وینې یو ځای نه شي بهېدای»، او د همدې دریځ له مخې هند له تېرو څو میاشتو راهیسې پر پاکستان د اوبو جریان محدود کړی دی.

د راپور له مخې، هند تر اوسه د پاکستان وروستیو څرګندونو او اندېښنو ته کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.