Search

ایران د ناقانونه کډوالو سزاګانې سختوي

News image
1 مرغومی 1404 - 19:08
کابل ټربیون - ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د کډوالۍ د ملي سازمان له جوړېدو سره، د «ناقانونه وګړو او کډوالو» په اړوند سزاګانې سختېږي او له انساني قاچاقبرانو او سرغړونکو کار ګمارونکو سره به جدي چلند وشي.

صدا او سیما د دوشنبې په ورځ (د مرغومې په لومړۍ نېټه) د ایران د پارلمان د کورنیو چارو او شوراګانو کمېسیون رییس محمدصالح جوکار له قوله راپور ورکړی چې د کډوالۍ ملي سازمان د جوړښت، دندو او صلاحیتونو د لایحې پر بنسټ، د بهرنیو وګړو د ننوتلو شرایط د کارګر، زده‌کوونکي او پانګه‌وال په توګه مشخص شوي او ورته مهال‌ د ناقانونه کډوالو سزاګانې زیاتې شوې دي.

د جوکار په وینا، هغه انساني قاچاقبران چې بهرني وګړي په ناقانونه توګه ایران ته داخلوي، جریمې یې سختې شوي او د دوی کارول شوي ټرانسپورټي وسایل به ضبط شي.

نوموړي زیاته کړې هغه کار ګومارونکي چې له ناقانوني کډوالو کار اخلي او د استوګنې واحدونو مالکان چې دا کسان په‌کې ځای پر ځای کوي، هم سزاګانو ته رسول کېږي.

د ایران د پارلمان د کورنیو چارو کمېسیون رییس ټینګار کړی چې د کار لپاره د ناقانونه کډوالو ننوتل یوازې د کار، تعاون او ټولنیزې سوکالۍ وزارت له خوا د اعلان شوې اړتیا پر بنسټ ترسره کېږي او د دوی د استوګنې او شتون لپاره جغرافیایي محدودیتونه په پام کې نیول کېږي.

د نوموړي په وینا، هغه کډوال چې په قانوني توګه د کار لپاره ایران ته راځي، له روغتیايي او ښوونیزو خدماتو برخمن کېږي او د دغو خدمتونو لګښت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ له خوا تأمینېږي.
د پارلمان دغه استازي همدارنګه زیاته کړې چې د بهرنیو زده‌کوونکو او پانګوالو لپاره جلا شرایط په پام کې نیول شوي او د پانګوالو لپاره هڅونې لکه د اقامت ورکول په نظر کې نیول شوي دي.