کابل ټربیون - فاکس نیوز راپور ورکړی چې د امریکا فډرال څېړنیزې ادارې د دغه هېواد په ټګزاس ایالت کې د جان مایکل کارزا په نوم یو کس له داعش سره د همکارۍ په تور نیولی دی.
راپور کې راغلي چې جان مایکل کارزا د امریکا د امنیتي ادارې له یوه کارکوونکي سره چې ځان یې کارزا ته د داعش غړی معرفي کړی و کتلي او دغه کتنه کې یې له ځان سره چاودېدونکي توکي راوړي و چې تر کتنې وروسته ونیول شو.
ویل شوي چې دغه کس یاد امنیتي کارکوونکي ته یو اندازه کرپټو کرنسي هم ورلېږلي څو داعش لپاره پرې وسلې او ځینې نور تجهیزات وپېري.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په دې وروستیو کې سوریه او نایجیریا کې د داعش پر مرکزونو پراخ بریدونه کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ سوریه کې پر داعش بریدونه غچ اخیستونکي بللي او ویلي یي و چې نایجیریا کې یې پر عیسویانو د بریدونو له امله د داعش مرکزونه په نښه کړي دي.