Search

د امریکا د ګانګړس غړي د ایران د لاریونونو په تړاو د ټرمپ ګواښ وغنده

News image
12 مرغومی 1404 - 21:29

د امریکا د کانګرس غړي، توماس ماسي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې نیوکې کړې چې پکې یې ایران د لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي له کارولو څخه خبرداری ورکړی و، او ویلي یې دي چې متحده ایالات باید د بل هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

ماسي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه لیکنه کې ویلي، امریکا «په کور دننه خپلې ستونزې لري» او باید خپلې پوځي سرچینې د نورو هېوادونو پر کورنیو تحولاتو ضایع نه کړي. نوموړي ټینګار کړی چې پر ایران هر ډول پوځي برید د امریکا د کانګرس له اجازې پرته امکان نه لري.

هغه زیاته کړې: «دا ګواښ د ایران د بیان ازادۍ په اړه نه دی؛ بلکې د ډالر، نفتو او اسرائیل موضوع ده.»

د ماسي دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې ولسمشر ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې خبرداری ورکړ، که ایران «پر سوله‌ییزو لاریون کوونکو ډزې وکړي او په زور یې ووژني»، نو متحده ایالات به د هغوی مرستې ته ور ودانګي. ټرمپ ویلي چې واشنګټن «چمتو او د اقدام لپاره تیار» دی. دغه پیغام د جمعې په ورځ، د جدي ۱۲مه خپور شوی و.

د ټرمپ څرګندونو د ایراني چارواکو له لوري هم غبرګونونه پارولي، چې هغوی دا خبرې د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده. دا په داسې حال کې ده چې د بیو د لوړېدو او اقتصادي فشارونو له امله، د ایران په یو شمېر ښارونو کې لاریونونه روان دي.