Search

د چین د بهرنیو چارو وزارت: بیجینګ، ایران کې له خبرو اترو او ثبات ملاتړ کوي

News image
25 مرغومی 1404 - 19:11
کابل ټریبون - د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ له خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره په یوې ټلېفوني اړیکه کې د وروستیو تحولاتو او د سیمې د ثبات او سولې د ساتلو په لارو چارو خبرې اترې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي په ۲۵مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چین باور لري چې د ایران حکومت او خلک به له یووالي سره له ننګونو تېر شي، ملي ثبات به تامین کړي او د خپل مشروع حقونو او ګټو ساتنه به وکړي.

هغه ټینګار کړی چې چین تل د خبرو اترو او زغم له لارې د اختلافونو د حل او د تاوتریخوالي له زیاتېدو د مخنیوي غوښتونکی دی. او چمتو دی چې په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې بیجینګ د ملګرو ملتونو د منشور اصولو او نړۍوالو قوانینو ته ژمن دی، په نړۍوالو اړیکو کې د زور کارولو یا د زور ګواښ سره مخالفت کوي او د نورو هېوادونو پر وړاندې د خپلې ارادې تحمیل نه مني.

اعلامیه زیاتوي چې چین نړۍوالو اړیکو کې د «ځنګل قانون» د هر ډول بېرته راستنېدو سره مخالفت کوي او د اختلافونو د سوله‌ییز حل لپاره پر خبرو اترو ټینګار کوي.

سید عباس عراقچي په دې اړیکه کې د چین بهرنیو چارو وزیر ته د وروستیو حالاتو په اړه معلومات ورکړي او ادعا یې کړې چې وروستي اعتراضات د بهرنیو ځواکونو په لاس جوړ شوي وو؛ خو اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

عراقچي زیاته کړې چې ایران د بهرنیو مداخلو پر وړاندې د مقابلې لپاره چمتو دی، ورته مهال د
خبرو اترو دروازه خلاصه ساتي او له چین څخه غواړي چې په سیمه کې د سولې او ثبات په تامین کې لوی رول ولوبوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دا هېواد به د شخړو کمولو او په سیمه کې د سولې او ثبات د پیاوړي کولو لپاره خپل ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي.