Search

نت ‌بلاکس: په ایران کې د انټرنېټ بشپړ پرې کېدل تر ۱۸۰ ساعتونو واوښت

News image
26 مرغومی 1404 - 16:14

نت ‌بلاکس، چې د نړۍ د انټرنېټ وضعیت څاري، وایي په ایران کې د انټرنېټ بشپړ پرې کېدل تر ۱۸۰ ساعتونو اوښتي او لا هم دوام لري.

دې بنسټ د ۲۶ جدی په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې تر دې دمه په ایران کې د انټرنېټ د جزوي یا سیمه‌ییز وصل کېدو هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی او هېواد لا هم په بشپړ ډول له نړیوال انټرنېټي شبکې پرې دی.

نت‌بلاکس د ۲۰۱۹ کال د انټرنېټ د پرې کېدو تجربې ته په اشارې ویلي، هغه مهال یوازې د انټرنېټ تر بیا وصل کېدو وروسته د معترضانو پر وړاندې د پراخو او تاوتریخجنو ځپنو رښتینی انځور څرګند شو.

یاد بنسټ خبرداری ورکړی، چې دا ځل په ایران کې د انټرنېټ د پرې کېدو موده د ۲۰۱۹ کال له پېښې هم اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې میلادي میاشتې (قوس) له وروستیو ورځو راهیسې په ایران کې پراخ ولسي اعتراضونه روان دي او د دې اعتراضونو له پراخېدو وروسته، د دغه هېواد حکومت د تېرې اوونۍ د پنجشنبې له ماښامه انټرنېټ پرې کړی؛ هغه اقدام چې د ۲۰۱۹ کال د اعتراضونو پر مهال هم شوی و.