کابل ټربیون - افغان ایواک سازمان په یوه خبرپاڼه کې وایي، له لوکل سټف انټرنشنل سره یوځای یې د ناټو د افغان همکارانو د ملاتړ لپاره نړۍوال ایتلاف جوړ کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د دوی زرګونه افغان همکاران په درېیمو هېوادونو کې بند پاتي او هېوادونه باید د دوی پر وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي.
افغان ایواک او لوکل سټف انټرنشنل دغه راز د مدني ټولنې او نورو سازمانونو غوښتي چې د هغو افغان همکارانو په اړه ورسره مالومات شریک کړي او دغه برخه کې ورسره مرسته وکړي.