کابل ټربیون - د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران غږ کړی چې ژر تر ژره دې اټومي هوکړه وکړې او په خبره یې، اړتیا پر مهال له زور کار اخلي.
ټرمپ ویلي، ستره جنګي بېړۍ یې د ایران په لور روانه کړې او دا د وینزویلا د عملیاتو پرمهال له کارول شوې بېړۍ لویه ده.
د ټرمپ په خبره، ایران باید داسې هوکړې ته چمتو شي چې باید هېڅ اټومي وسله ونه لري او دا به د دواړو خواو په ګټه وي.
ایراني چارواکو هم ویلي چې هر راز پوځي مقابلې ته چمتو دي خو له ډیپلوماټیکې لارې د ترینګلتیاو پر حل ټینګار کړی دی.
ایران دغه راز عادلانه اټومي خبرو ته چمتووالی اعلان کړی دی.