رسنۍ یورېشیانېټ راپور ورکړی چې د تاجکستان او افغانستان پر پوله د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله، د روسیې په مشرۍ د ډلهییز امنیت تړون سازمان (CSTO) پرېکړه کړې چې د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته پرمختللې وسلې او تخنیکي تجهیزات برابر کړي.
د راپور له مخې، د پولې دواړو غاړو ته د ډزو تبادله وروستیو کې ډېره شوې ده. تر ټولو وروستۍ مرګونې پېښه د ۱۴۰۴ لمریز کال د دلوې په ۹مه د تاجکستان د ختلان ولایت کې شوې، چېرته چې امنیتي ځواکونو له شکمنو نشهیي توکو قاچاقبرو سره نښته کړې ده.
په دې نښته کې درې مشکوک کسان وژل شوي او نور بیا، د راپورونو له مخې، افغانستان ته اوښتي دي.
تاجکستاني چارواکو ویلي چې د دولتي ځواکونو له لوري مرګژوبله نه ده اوښتې. همداراز، وسلې، مهمات او د نشهیي توکو ۷۳ بستې، چې چرس او تریاک پکې شامل وو، نیول شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې د پولې په دې سیمه کې د وسلوالو نښتو کچه لوړه شوې ده.
د جدي پېښو له ډلې، د تېر کال په نومبر کې هغه بریدونه یاد شوي چې د راپورونو له مخې، وسلوالو پر چینايي کارګرانو کړي وو او پنځه کسان پکې وژل شوي وو. تر دغو بریدونو وروسته، چین د امنیتي وضعیت تر ښه کېدو پورې په سرحدي سیمو کې د بنسټیزو او کانکېندنې ځینې پروژې ځنډولې دي.
یورېشیانېټ د انټرفاکس په حواله راپور ورکړی چې د د ډله ییز امنیت تړون سازمان عمومي منشي تعلتبک مسادیقوف ویلي، دغه سازمان د تاجکستان د سرحدي ساتونکو د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د وسلو او تخنیکي تجهیزاتو د لېږد چمتووالی نیسي، څو د افغانستان له لوري د وسلوالو ډلو او نشهیي توکو قاچاقبرو د نفوذ مخه ونیول شي.
مسادیقوف زیاته کړې چې د د ډله ییز امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه دا مهال د هغو وسلو، پوځي تجهیزاتو او سرحدي ساتنې د سیستمونو پر لېست همغږي کوي چې باید وسپارل شي، او د تجهیزاتو د برابرولو سرچینې او تړونونه هم وروستي پړاو ته نږدې دي.
په راپور کې د دغو تجهیزاتو د لېږد کره مهالوېش نه دی ښودل شوی.
د د ډله ییز امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان دي، خو ارمنستان لا هم غړیتوب لري او خپل فعال ګډون یې ځنډولی دی.