د پاکستان جیو نیوز راپور ورکړی، چې د جمعې په ورځ د اسلاماباد د ترلای کلان په سیمه کې د خدیجې الکبری جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده.
سرچینه وايي له پیښې وروسته، پولیس او د ژغورنې ډلې سمدستي سیمې ته رسېدلي دي.
د راپور له مخې، امنیتي ځواکونه او بېړنۍ مرستندویه ټیمونه د پېښې ځای ته ورغلي او د ژغورنې عملیات یې پیل کړي دي. ټپیان د درملنې لپاره د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (PIMS) روغتون ته لېږدول شوي، خو چارواکو تر اوسه د مرګژوبلې کره شمېر نه دی اعلان کړی.
دا چاودنه داسې مهال شوې، چې څو ورځې وړاندې په بلوچستان کې مرګوني بریدونه وشول او د راپورونو له مخې ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، او ۲۲ امنیتي او د قانون پلي کوونکي ځواکونه ووژل شول. د بلوڅ ازاديپال پوځ (BLA) د هغو بریدونو مسوولیت منلی و.
جیو نیوز ویلي، چې د جنورۍ پر ۳۱مه وسلوالو په کوټه، مستونګ، نوشکي، دالبندین، خاران، پنجګور، تمپ، ګوادر او پسني کې همغږي بریدونه کړي وو.
تر دې یوه ورځ مخکې، د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) اعلان کړی و، چې امنیتي ځواکونو «ردالفتنه ۱» عملیات پای ته رسولي او لږ تر لږه ۲۱۶ وسلوال یې وژلي دي.
د پوځ په وینا، دا عملیات د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر ۲۹مه د پنجګور او د هرنای ولسوالۍ په څنډو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پیل شوي وو. پوځ ویلي، چې د عملیاتو پر مهال یې د وسلوالو پټنځایونه په نښه کړي او ۴۱ هغه کسان یې وژلي، چې ادعا کېږي له هندي نیابتي شبکو سره تړاو لري.
د پاکستان پوځ زیاتوي، چې وروسته یې په بېلابېلو سیمو کې پراخ استخباراتي عملیات کړي، څو د دوی په وینا پټې ډلې او شبکې له منځه یوسي.