پاکستاني رسنۍ «اکسپریس ټریبیون» راپور ورکړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چودري ویلي، په اسلاماباد کې د شیعهوو پر جومات د ځانمرګي برید عامل د افغانستان تابعیت نه لري، خو تر دې وړاندې یې څو ځله افغانستان ته تګ راتګ کړی و.
چودري ویلي، د ترسره شوو څېړنو پر بنسټ دا څرګنده شوې چې بریدګر افغان نه و، خو زیات معلومات اوس نه شي شریکولای، ځکه د برید تر شا د شبکې د موندلو هڅې روانې دي. د هغه په وینا، په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې به مفصل راپور خپور شي.
دغه ځانمرګی برید د جمعې د لمانځه پر مهال شوی و چې لږ تر لږه ۳۱ کسان پکې وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال یو ځل بیا پر هند د ترهګرۍ د ملاتړ تور پورې کړ او ویې ویل، اسلاماباد اړوند اسناد له نړۍ او ګاونډیو هېوادونو سره شریک کړي او ادعا یې وکړه چې «ترهګري د هند له لوري ملاتړ کېږي». هغه زیاته کړه، داسې شواهد لري چې هند په دې برخه کې خپله پانګونه درې برابره زیاته کړې او بریدګر د دین لپاره نه، بلکې د پیسو لپاره بریدونه کوي.
چودري همداراز وویل، پاکستان څو ځله له طالبانو غوښتي چې ترهګرو ته پناه ور نه کړي او د هند د وسیلې په توګه ونه کارول شي. نوموړي خبرداری ورکړ چې دغه ډلې به د تېر کال د مې میاشتې د پېښو په څېر له پایلو سره مخ شي.
تر دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي وو چې د اسلاماباد د ځانمرګي برید عامل افغانستان ته په تګ راتګ کې و او د هند او طالبانو ترمنځ د احتمالي اړیکو نښې موندل شوې دي.