Search

ایران د لوېدیځې غاړې د ځمکو د نیولو د اسرائیلو نوې پرېکړه کلکه وغندله

News image
24 سلواغه 1404 - 16:10

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د اسرائیلو د سیاسي ـ امنیتي کابینې وروستۍ پرېکړه، چې د لوېدیځې غاړې د فلسطینیانو د لا ډېرو ځمکو د مصادرې په اړه شوې، په کلکو ټکو غندلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د کب ۲۴مه، په یوه اعلامیه کې د بقايي له قوله ویلي چې دا اقدام د ناقانونه مېشت‌ځایونو د پراخولو، د «اشغال» د ټینګښت او د فلسطین د ځینو سیمو پر امنیتي کنټرول د لا زیاتې ولکې لپاره ترسره کېږي؛ هغه هم په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا «په غزه تړانګه کې نسل‌وژنه» لا هم دوام لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، په غزه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو د وژل کېدو دوام او د بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو پراخې سرغړونې، له ناقانونه نیونو او د بندیانو له سخت شکنجې سره یوځای، د یوې پراخې تګلارې برخه بللې چې د هغه په وینا د «فلسطینیانو د نسل‌وژنې او د فلسطین د استعماري محو» لپاره پر مخ وړل کېږي.

هغه ټینګار کړی چې ټول هېوادونه ګډ مسئولیت لري څو د هغه څه د دوام مخه ونیسي چې ده یې «د فلسطین د خلکو نسل‌وژنه» او د هغوی د ځمکو د مصادرې زیاتوالی بللی دی.

بقايي همداراز د اسرائیلو د «معافیت» او د امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو، په ځانګړي ډول جرمني او بریتانیا، هر اړخیز ملاتړ د اوسني وضعیت د دوام له عواملو بللي او د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو پر هغه څه نیوکه کړې چې ده یې د اسرائیلو د پراختیايي تګلارو پر وړاندې بې‌عمله پاتې کېدل یاد کړي دي.

نوموړي یو ځل بیا د ایران د اسلامي جمهوریت پر اصولي دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د فلسطین د خلکو د مشروع حقونو، د خپل برخلیک د ټاکلو او د قدس په پلازمېنه لرلو سره د یوه خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو ملاتړ کوي.