Search

د پاکستان پوځ: په خیبرپښتونخوا کې ۴ وسلوال ووژل شول

News image
30 سلواغه 1404 - 22:42
کابل ټربیون - د پاکستان پوځ وایي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د خیبرپښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په یوه لړ استخباراتي عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) څلور غړي وژلي دي.

د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي چې دغه عملیات تېره شپه د هغو راپورونو له ترلاسه کېدو وروسته ترسره شول چې د «فتنه الخوارج» اړوند کسانو د حضور خبر یې ورکاوه؛ دا هغه اصطلاح ده چې د پاکستان حکومت یې د پاکستاني طالبانو د تحریک طالبان لپاره کاروي.

د راپور پر بنسټ، د پاکستاني امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ په سختو نښتو کې څلور تنه ووژل شول او له سیمې څخه یو اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د پاکستان پوځ زیاته کړې چې یاد کسان په سیمه کې په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو او د پاتې وسله‌والو د له منځه وړلو لپاره د پاک‌کارۍ عملیات لا هم دوام لري.

دا پېښه څو ورځې وروسته له هغې رامنځته شوې چې د خیبرپښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ پر یوې امنیتي پوستې خونړی برید وشو؛ هغه برید چې د پوځ په وینا د موټر بم له لارې ترسره شوی و او ۱۱ امنیتي سرتېري په‌کې وژل شوي وو.