Search

ټرمپ: ایران باید په ۱۵ ورځو کې هوکړه وکړي کنه له بدو پایلو سره به مخ شي

News image
1 کب 1404 - 10:25
کابل ټربیون - د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې یوازې ۱۵ ورځې وخت لري څو له واشنګټن سره هوکړې ته ورسیږي کنه په خبره یې، له "بدو پایلو" سره به مخ شي.
ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي: "موږ به یا هوکړې ته ورسیږي او یا به په هره ممکنه لار هوکړه وکړو."
د امریکا او ایران تر منځ د تازه مذاکراتو اصلي تمرکز د ایران د یورانیمو پر غني کولو دی چې امریکا یې د اټومي وسلو جوړولو ته نږدې بولي.
خو جینوا کې تر خبرو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې خبرو کې پرمختګ رامنځته شوی او دواړه خواوې د یوې هوکړې په لوري روان شوي خو په خبره یې، دا بهیر به وخت ونیسي.