Search

ایران د امریکا احتمالي برید ته د غبرګون خبرداری ورکړی

News image
1 کب 1404 - 12:09
کابل ټربیون - ایران د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته په یوه لیک کې ویلي، که امریکا پر دغه هېواد برید وکړي نو تهران به سیمه کې د امریکا اډې او تاسیسات په نښه کړي.
ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي ویلي چې د امریکا هر برید ته به پرېکنده ځواب ورکړي.
هغه زیاته کړې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرې د "تېرې د ګواښ" څرګندونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه وال سټریټ ژورنال د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ غواړي پری ایران برید وکړي څو مذاکراتو کې یې هوکړې ته اړ کړي.