Search

نن د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ ده

News image
2 کب 1404 - 11:09
کابل ټربیون - د فبروري ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ ده. دا ورځ په ۱۹۹۰ زېږیز کال کې د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او ښوونیز بنسټ په کنفرانس کې د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ نومول شوې ده.
د دغې ورځې یوه موخه هم د هغو لږکیو د ژبو د ژغورنې ده چې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
یونسکو ویلي چې فرهنګي او ژبنۍ تنوع د باثباته ټولنو له اساساتو څخه ده او ژبې د پوهې د لېږد، د فرهنګونو ساتنې او هویت پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.
یونسکو دغه راز ویلي چې نړۍ کې شاوخوا ۴۰ سلنې خلک په هغو ژبو چې پوهیږي، زده کړو ته لاسرسی نه لري.