Search

ټرمپ: ایران نه پرېږدم چې اټومي وسله جوړه کړي

News image
6 کب 1404 - 12:16
کابل تربیون - د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هېڅکله به هم ایران ته اجازه ورنکړي چې اټومي وسله جوړه کړي.
ټرمپ کانګرس کې په خپله کلنۍ وینا کې ایران په نړۍ کې د "ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی" هېواد بللی دی.
ټرمپ ویلي چې له ایران سره د خبرو له لارې د مسایلو ته حل ته لومړیتوب ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د تهران او واشنګټن د مذاکراتو درېیم پړاو سبا (پنجشنبه) جینوا کې ترسره شي.