جیو نیوز شبکې د چهارشنبې په ورځ (د کب په ۶مه) راپور ورکړی چې د قربانیانو مړي او ټپیان د قانوني مراحلو د بشپړولو لپاره د تربت ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.
د راپور له مخې، دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د بلوچستان ایالت د خیبرپښتونخوا تر څنګ لا هم د پاکستان له هغو سیمو څخه شمېرل کېږي چې د تاوتریخوالي او ترهګریزو بریدونو له امله ډېرې زیانمنې دي.
تېره میاشت هم د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او د بلوچ ازادۍبښونکي ډلې ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل وو، او ۲۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.
د جیو نیوز د راپور له مخې، په دغو نښتو کې ۲۱۶ وسلهوال هم وژل شوي دي.