Search

راپورونه: د اسراییل بریدونو کې د خامنه‌یي د دفتر څېرمه ځایونه په نښه شوي

News image
9 کب 1404 - 12:03
کابل ټربیون - نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییل تهران کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌یي دفتر ته څېرمه ځایونه په نښه کړي او ایراني رسنیو هم همدغو سیمو کې بریدونه تایید کړي دي.
ځینو نورو رسنیو بیا ویلي چې خامنه‌یي د برید پر مهال تهران کې نه و او په دې وروستیو کې له امریکا او اسراییل تر ترینګلتیاو وروسته هم تر ډېره په عامه ځایونو کې نه دی لیدل شوی.
د اسراییل دفاع وزیر هم ویلي چې دغه بریدونه یې وار د مخه د "ځینو ګواښونو د له منځه وړلو" په موخه کړي دي.
هغه زیاته کړې چې اوس ښایي ایران ځوابي برید وکړي او اسراییل کې هم بېړنی وضعیت اعلان شوی دی.