Search

ایرنا: په ايران کې د نجونو پر يو ښوونځي د اسرایيلو په بريدونو کې ۴۰ کسان وژل شوي

News image
9 کب 1404 - 17:27
کابل ټربيون - د ايران دولتي خبري اژانس «ایرنا» د شنبې په ورځ (د کب په ۹مه) راپور ورکړی چې د امريکا او اسرایيلو په ګډ بريد کې د هرمزګان ولايت د ميناب ولسوالۍ په يوه د نجونو لومړني ښوونځي کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

د راپور له مخې، تر دې وړاندې د قربانيانو شمېر ۲۴ تنه اعلان شوی و؛ خو وروسته دا شمېر زيات شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نن سهار راهيسې امريکا او اسرایيلو په ايران کې پر بېلابېلو هدفونو ګډ بريدونه کړي او ايران هم پر اسرایيلو او د فارس خليج هغو هېوادونو بريدونه ترسره کړي چې د امريکا پوځي اډې په‌کې مېشتې دي.

تر اوسه د دغو بريدونو د تلفاتو کره او بشپړ شمېر نه‌دی خپور شوی.