Search

پاکستان پر ايران د امريکا او اسرایيلو بريدونه وغندل

News image
9 کب 1404 - 21:37
کابل ټربيون - د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق دار د ايران د بهرنيو چارو له وزير سيد عباس عراقچي سره په ټلېفوني خبرو کې پر ايران د امريکا او اسرایيلو «غيرموجه» بريدونه وغندل.

نوموړي د تاوتريخوالي د سمدستي درولو او د سوله‌ييز حل لپاره د ډيپلوماتيکې پروسې د بېړني بيا پيل غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ( د کب په ۹مه) په يوې اعلاميه کې ويلي چې دواړو لورو د ايران او سيمې روان وضعیت هم ارزولی دی.

دا ټلېفوني اړيکه څو ساعته وروسته له هغې ترسره شوه چې امريکا او اسرایيلو د ايران دننه پر څو هدفونو همغږي بريدونه وکړل، چې له امله يې د دواړو خواوو تر منځ تاوتريخوالی په چټکۍ زيات شو.

ايران په ځواب کې د اسرایيلو پر لور او د فارس خليج پر هغو هېوادونو توغندي وتوغول چې د امريکا پوځي اډې په‌کې مېشتې دي.

په همدې حال کې، د فارس خليج هېوادونو کې د امريکا پر پوځي اډو د ايران توغنديز بريدونه د سعودي عربستان او د سيمې د نورو هېوادونو له سخت غبرګون سره مخ شول.

پاکستاني چارواکو ويلي چې دوی وضعیت له نږدې څاري، په داسې حال کې چې امريکا او اسرایيلو تر اوسه د پاکستان د غندنې په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.
پاکستان پر ايران د امريکا او اسرایيلو بريدونه وغندل