Search

د طالبانو دفاع وزیر: که پر کابل برید کیږي، اسلام‌اباد به هم په نښه کیږي

News image
16 کب 1404 - 08:43
کابل ټربیون - د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد له طلوع‌نیوز سره مرکه کې ویلي، که پر کابل برید کیږي نو پر اسلام‌اباد دې هم برید وشي.
محمد یعقوب مجاهد په دې مرکه کې زیاته کړې چې طالبان جنګ نه غواړي خو که په خبره یې، جګړه اوږده شي نو اوږدمهاله جګړې ته چمتو دي.
هغه ویلي: «که دوی لس کاله جګړه وغځوي، چمتو یو چې لس کاله هم وجنګیږو او هېڅ وېره نه لرو.»
دغه طالب چارواکي ادعا کړې چې د یوه طالب جنګیالي د وژل کېدو په ځواب کې یې پاکستاني لوري ته د پام وړ مرګ‌ژوبله اړولې ده.