هغه د یکشنبې په ورځ( د کب په ۱۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغو نښتو پر مهال د طالبانو ۲۴۲ پوستې په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي او ۳۸ نورې پوستې د پاکستاني ځواکونو له خوا نیول شوي او وروسته لهمنځه وړل شوې دي.
د ترار په وینا، همدارنګه د طالبانو ۲۱۳ عرادې ټانکونه، زغرهوال وسایط او توپخانې په دغو عملیاتو کې لهمنځه وړل شوې دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر زیاته کړې چې د دغه هېواد هوايي ځواک تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۶۴ موقعیتونه د هوايي بریدونو هدف ګرځولي دي.
د طالبانو چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې طالبانو ادعا کړې وه چې په دغو نښتو کې نږدې ۳۵۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې له لسو ورځو څخه زیات وخت کېږي چې دوام لري.