Search

د ماشومانو د ساتنې سازمان: په لسو ورځو کې په منځني ختیځ کې نږدې ۳۰۰ ماشومان وژل شوي

News image
19 کب 1404 - 22:10
کابل ټریبون - د ماشومانو د ساتنې سازمان وایي چې په منځني ختیځ او سیمه کې د جګړو د زیاتېدو له امله یوازې په تېرو لسو ورځو کې نږدې ۳۰۰ ماشومان وژل شوي او مېلیونونه نور ماشومان د مرګ، جسمي او رواني زیان او بې‌ځایه کېدو له خطر سره مخ دي.

دغه سازمان د سې‌شنبې په ورځ (د کب په ۱۹مه) په خپل راپور کې ویلي چې د تاوتریخوالي زیاتېدو یو پراخېدونکی بشري کړکېچ رامنځته کړی او د سیمې په بېلابېلو هېوادونو کې د ماشومانو ژوند او حقونه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

د دې بنسټ په وینا، لږ تر لږه ۱۰۰ مېلیونه ماشومان په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې په مستقیم ډول د منځني ختیځ او سیمې له وروستیو تاوتریخوالو اغېزمن شوي دي او د جسمي او رواني زیان او بې‌ځایه کېدو له خطر سره مخ دي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان زیاته کړې چې د سیمې ډېرو ماشومانو له دې وړاندې هم د کلونو جګړو، تاوتریخوالي او ناامنۍ تجربه کړې ده او اوس یو ځل بیا له وېرې، مرګ او بې‌ځایه کېدو سره مخ شوي دي.

د راپور له مخې، په ایران کې د دوو ښوونځیو پر وړاندې د بریدونو له امله څه باندې ۱۰۰ ماشومان وژل شوي دي. همدارنګه په لبنان کې د اسراییل هوايي بریدونو ټولټال ۱۰۲ کسان وژلي چې لږ تر لږه ۱۰ ماشومان په‌کې شامل دي او څه باندې ۶۳۸ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه راپور ورکړل شوی چې د بیروت په سوېلي سیمو او د لبنان په سوېل کې د تخلیې د امرونو له امله شاوخوا ۵۰۰ زره کسان، چې ۱۷۵ زره ماشومان هم په‌کې شامل دي، اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

په غزه او لوېدیځه غاړه کې هم د تاوتریخوالي زیاتېدو د ماشومانو او کورنیو وضعیت لا خراب کړی دی. د فبرورۍ په ۲۸مه د غزې د لارو تر تړل کېدو وروسته یوازې یوه لار بېرته پرانیستل شوې او بشري مرستې په محدود ډول دې سیمې ته رسېږي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان ټینګار کړی چې ماشومان تل د هغو جګړو تر ټولو لوړه بیه پرې کوي چې په‌کې هېڅ رول نه‌لري، او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي او د جګړې قوانین مراعات کړي.

دغه سازمان همدارنګه اعلان کړی چې د خپلې بیړنۍ مرستندویه بودیجې څخه یې ۲ مېلیونه ډالر د سیمې په هېوادونو کې د زیانمنو ماشومانو او کورنیو د ملاتړ لپاره ځانګړي کړي دي.