Search

د طالبانو او پاکستان د جګړو له امله شاوخوا ۶۸ زره ماشومان بېځایه شوي

News image
20 کب 1404 - 11:18
کابل ټربیون - د ماشومانو د ژغورنې بنسټ راپور ورکړی چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله د افغانستان په ختیځ کې شاوخوا ۶۸ زره ماشومان له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.
راپور کې راغلي چې د دغو جګړو له امله سلګونه ښوونیز مرکزونه هم تړل شوي او له ۸ زرو زیات زده کوونکي له زده کړو محروم شوي دي.
پر دې سربېره راپور کاږي چې د ۱۳۴ زره نورو ماشومانو لپاره روغتیایي، د خوندیتوب او ښوونیز خدمتونه بند شوي دي.
د ماشومانو د ژغورنې بنسټ سیمه ییزې مسوول ارشد ملیک پر طالبانو او پاکستان غږ کړی چې ترینګلتیاوې پایته ورسوي او د ماشومانو خوندیتوب ته پام وکړي.
د دې بنسټ په راپور کې د ملګرو ملتونو په حواله راغلي چې د تېرې فبرورۍ میاشتې له ۲۶مې راهیسې د طالبانو او پاکستان په جګړو کې شاوخوا ۵۶ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپيان شوي دي.