Search

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو سرمنشي د سیمې د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه خبرې وکړې

News image
20 کب 1404 - 18:38
کابل تریبون - د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش په یوه ټلېفوني خبرو کې د سیمې د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه بحث کړی دی.

دا ترینګلتیاوې د امریکا او اسراییلو له ګډو بریدونو وروسته پر ایران او د تهران له متقابلو بریدونو وروسته پر اسراییلو او د خلیج حوزې پر ځینو هېوادونو رامنځته شوې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د کب په ۲۰مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې عراقچي په دې خبرو کې د یادو بریدونو اغېزې پر ملکي سیمو، لکه ښوونځیو، روغتونونو، استوګنیزو سیمو او ځینو تاریخي ځایونو، تشریح کړې دي او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د ایران له نظره د نړۍوالو قوانینو او بشردوستانه اصولو ښکاره سرغړونه ده.

هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د دغو اقداماتو پر وړاندې غبرګون وښيي او ټینګار یې کړی چې ایران د ځان د دفاع حق خوندي ګڼي.

عراقچي همدارنګه خبرداری ورکړی چې د امریکا هر ډول پوځي اقدام کولی شي په سیمه کې پراخې پایلې ولري او ښايي په سیمه کې د امریکا تاسیسات هم هدف وګرځي.

د هغه په وینا، دا ډول اقدامات به د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې او د ایراني وګړو د خوندیتوب لپاره ترسره شي.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د نړۍوالو قوانینو د رعایت او د ترینګلتیاوو د لا زیاتېدو د مخنیوي پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ګوترېش د ځان د دفاع حق ته په اشارې سره د شخړو د پراخېدو د مخنیوي او په سیمه کې د بشري او امنیتي پایلو د کمولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.