Search

ایران: د امریکا او اسراییل په بریدونو کې ۲۰۶ زده‌کوونکي او ښوونکي وژل شوي

News image
20 کب 1404 - 21:17
کابل ټریبون - ایراني چارواکي ادعا کوي چې د امریکا او اسراییل له ګډو بریدونو او د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۲۰۶ زده‌کوونکي او ښوونکي وژل شوي او ۱۶۱ نور ټپیان شوي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې د ایران د پوهنې وزیر علي‌رضا کاظمي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د کب په۲۰مه) د هغو پوځي قومندانانو د جنازې په مراسمو کې کړې دي چې په جګړه کې وژل شوي دي.

هغه ویلي چې د دغو بریدونو پر مهال ځينې ښوونیز مرکزونه هم زیانمن شوي دي.

په همدې حال کې د تسنیم خبري اژانس د ایران د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ایران په لرستان ولایت کې د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله لږ تر لږه ۵۲ ښوونځي او پنځه روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي دي.

د لرستان د والي په وینا، دغو بریدونو د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې له ۲۵۰۰ څخه ډېر استوګنیز او سوداګریز کورونه هم ویجاړ کړي دي.

همدارنګه راپورونه ښيي چې په دغو بریدونو کې ۱۳ ورزشي مرکزونه او د هلال احمر او ژغورنې دوه مرکزونه هم په نښه شوي دي.