Search

ملګري ملتونه: د کابل په هوايي بریدونو کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي

News image
22 کب 1404 - 14:55

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر په افغانستان (یوناما) وایي چې د کابل د پلچرخي په سیمه کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

یوناما د جمعې په ورځ، د حوت ۲۲مه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دغه مرګ‌ژوبله د پنجشنبې شپې ناوخته د کابل ښار د پلچرخي په سیمه کې د هوايي بریدونو په پایله کې رامنځته شوې ده.

د اعلامیې له مخې، د ټپیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

یوناما د دغې پېښې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د جګړو د سمدستي درولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د تاوتریخوالي دوام کولی شي د ملکي وګړو د تلفاتو د زیاتېدو لامل شي.

دا بریدونه په داسې حال کې راپور کېږي چې په وروستیو اونیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ او متقابل بریدونه زیات شوي دي. د ملګرو ملتونو چارواکو څو ځله خبرداری ورکړی چې د شخړو زیاتوالی ښايي ملکي وګړو ته د زیان رسېدو خطر لا زیات کړي.