د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ ویلي چې ملګرو ملتونو د افغانستان په قضايي نظام کې د پام وړ بدلونونه ثبت کړي او طالبانو خپل ایډیولوژیک چوکاټ د پام وړ بدل کړی دی.
بینټ د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په یوه څنډهيي ناسته کې وویل چې طالبانو «د افغانستان قضايي نظام په بشپړه توګه بدل کړی، پخواني قوانین یې لغوه کړي او بنسټونه یې د خپل ایډیولوژیک او ښځو ضد لیدلوري د پلي کولو لپاره بدل کړي یا یې هم نوي بنسټونه رامنځته کړي دي.»
هغه زیاته کړه چې طالبانو پخواني قاضیان له دندو لرې کړي او پر ځای یې هغه کسان ګومارلي چې ده یې «وفادار ملايان» وبلل، چې د ده په وینا دا چاره د افغانستان د قضايي نظام جوړښت او د کار څرنګوالی په بنسټیز ډول بدل کړی دی.
ریچارډ بینټ له هغه وخته چې طالبان په ۱۴۰۰ لمریز کال کې بیا واک ته رسېدلي، په نړیوالو غونډو او فورمونو کې څو ځله په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.