Search

د ناروې د کډوالو شورا: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړو ۱۱۵ زره افغانان بې‌ ځایه کړي

News image
22 کب 1404 - 16:11

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو له زیاتېدو وروسته د دلوې له ۸مې راهیسې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې شاوخوا ۱۱۵ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

دغه بنسټ د جمعې په ورځ، د حوت ۲۲مه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د دغو جګړو په لومړیو اتو ورځو کې لږ تر لږه ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا مشر جاکوپو کاریدي ویلي چې افغانستان له «بحران پر بحران» سره مخ دی او ملکي وګړي د جګړو تر ټولو لوړه بیه پرې کوي.

هغه له ښکېلو خواوو غوښتي چې د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی وکړي او د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو ساتنه یقیني کړي.

د دې بنسټ په وینا، ډېری هغه کورنۍ چې مخکې هم له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ وې، اوس اړې شوې چې خپل کورونه پرېږدي. ځینې یې په موقتي کمپونو یا د کوربه کورنیو په کورونو کې پناه اخیستې او یو شمېر نور بیا مجبوره شوي چې په لوړه بیه نامناسب کورونه په کرایه ونیسي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د جګړو له امله ۸۲۶ کورونه ویجاړ شوي یا زیانمن شوي دي او ګڼې کورنۍ د پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

د ناروې د کډوالو شورا ټیمونو په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې هم راپور ورکړی چې هغه کورنۍ چې سرپرستي یې ښځې یا ماشومان کوي او همدارنګه زاړه کسان، له تر ټولو زیان‌منو ډلو څخه دي او ډېری یې تر اوسه کومه مرسته نه ده ترلاسه کړې.

دغه بنسټ زیاته کړې چې د ناامنۍ له امله په خوست ولایت کې د ۶۲۶ ماشومانو زده‌کړې درېدلې دي او له ۲۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه هم د امنیتي وضعیت له امله خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره یې تر دې دمه له ۴۳۰۰ څخه زیاتو کسانو سره نغدي مرستې کړې دي او ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې ۴ زره نور بې‌ځایه شوي کسان هم نغدي مرستې ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې دې بنسټ خبرداری ورکړی چې د سیمې بې‌ثباتي په ایران کې پر افغان کډوالو هم اغېز کړی دی. د دې شورا په وینا، ایران د ۴.۴ میلیونو څخه زیاتو افغانانو کوربه دی او ځینې کورنۍ د امنیتي اندېښنو له امله بېرته افغانستان ته د ستنېدو پرېکړه کوي.

د معلوماتو له مخې، هره ورځ شاوخوا ۱۷۰۰ کسان افغانستان ته ستنېږي.